امنیت

ملي امنيت: درې تنه د زنبق څلورلارې د پېښې په اړوند ونیول شول

کابل / باختردسلواغې دمياشتې٢١نيټه :      
د ملي امنيت لوى رياست په دې وروستيوکې د حقاني شبکې درې غړي د آلمان سفارت پر وړاندې د زنبق څلور لارې او جي فور ايس (انجمن) د چاودنې د سازمان ورکولو په تور د کابل ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
باختر آژانس ته د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د سيدآباد ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي انجينر شريف، غلام مصطفی او جاويد د دغه بريد د لارو چارو د پروګرام په طرحه کولو کې چې د مظلومو هېوادوالو په وړاندې يو لوى بشري جنايت دى او د هېواد له بهر څخه ترسره شو او يو زيات شمېر ملکي او بې دفاع هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو، په خپل رول  اعتراف وکړ.
ترسره شوي څيړنې يو ځل بيا د ملي امنيت د بنسټونو پخواني اطلاعات تاييدوي چې دغه بريدونه د طالبانو د مشرتابه او د ګاونډي هېواد د استخباراتو په دستګاه کې د دوى همکارانو په لارښوونه پلان او له ميدان وردګو ولايت څخه د دوى د شبکې له خوا تطبيق شوى دى .
د «جي.فور.ايس» په کمپ د بريد يرغلګرو د پاکستان په کويټه کې دځانمرګو بريدونو  د روزنې د مدرسې د يو تن مسوول د قندهار ولايت د اوسيدونکي مولوي حنيف په مدرسه کې تروريستي مهارتونه زده کړي او وروسته د ذوالفقار، ظهوراحمد، نجيب الله او د خليل احمد په نومونو د څلورو تنو يرغلګرو مړي د پاکستان د بلوچستان ايالت  دکويټې د ګلستان او کچلاغ سيمو ته استول شوي دي چې دغه مسئله په څرګند ډول ښيي چې د افغانستان د خلکو د وژنې اصلي عاملين له پولې څخه اخوا افغانستان ته راځي او په ډيرې بيرحمۍ سره په تروريستي عملونو لاس پورې کوي .
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته