امنیت

څلور تنه داعشيان په جوزجان کې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٧نيټه :
څلور تنه داعشيان د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې ووژل شول .
د٢٠٩شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل:  دغه داعشيان د دغه ولايت د درزآب ولسوالۍ په مغل کلي کې ووژل شول .
د يوبل خبرله مخې:
يو وسله وال طالب د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ په چپه کلي کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو او مړى يې له يوه موټرسايکل سره په سيمه کې پاتې دى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي: يو ماين چې د هېواد د  دښمنانو له خوا د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ په ياورزن سيمه کې ځاى پرځاى کړاى شوي و، د٢٠٩ شاهين قول اردو د ماين پاکولو د ټيم له خوا کشف او شنډکړاى شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته