سیاست

د پوهنمل ډاکتر حضرت میرتوتاخېل د وفات په مناسبت د جمهور ريیس د تسلیت پیغام

کابل / د مرغومي ۲ / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د قندهار د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون ريیس پوهنمل ډاکتر حضرت میرتوتاخېل د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
ډاکتر حضرت میر توتاخېل په هیواد کې د لوړو زده کړو کیفیت د لا ښه والي، د قندهار پوهنتون او د قندهار د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د هر اړخیزې ودې، استادانو او محصلینو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ارزښتناکو کوښښونو ترڅنګ د خپل ژوند زیاته برخه تدریس او د هیواد د ځوان نسل تحصیل او مسلکي روزنې ته ځانګړې کړه او د لوړو زده کړو په برخه کې یې ډېر د قدر وړ خدمتونه وکړل ، د هغه مړینه لویه ضایعه ده.
د ارواښاد پوهنمل ډاکتر حضرت میر توتاخېل کورنۍ، دوستانو، شاګردانو، د قندهار د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت رهبري ، ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول د پکتیا ولسونو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوم او مرحوم ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوم.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته