سیاستخبرونه

د عامې روغتيا او لوړو زده کړو وزارتونو سرپرستانو د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

کابل، د مرغومي ۱۴ مه، باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد د لوړو زده کړو له وزير مولوي ندامحمد نديم او مل پلاوي سره وکتل.
دواړو لوريو په دغه کتنه کې په يو شمير موضوعاتو او همغږۍ په تړاو خبرې اترې وکړې.
په ياده ليدنه کې د طب برخې محصلينو لپاره د غوره تدريسي او عملي زده کړو چاپيريال را منځته کولو ، د تدريسي روغتونونو په برخه کې د ګډې همکارۍ ، د تخصصي برخې لا معياري کولو او په ځينې نورو برخو کې د همغږۍ په اړه مفصلې خبرې وشوې.
دواړو لوريو په دې تړاو د لا ښې همغږۍ او ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا