کابل باختر د ثور ٢٥:
شل تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دخاص روزګان ولسوالۍ په ځينو سيموکې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ د بهرنيو ځواکونو په دغو عملياتو کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او له ټولو جنګي وسايلو سره يې دطالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شول .
د سيمې اوسيدونکي وايي چې؛ په دغو عملياتو کې له ځمکې او هوا څخه په وسله والو طالبانو بريدونه وشول .
د يوبل خبرله مخې ، په روزګان ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
د رارسيدلو خبرونو له مخې ، امنيتي مامورينو نن سهار د روزګان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
تراوسه پورې د دغو ماينونو دښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى خو سيمه ئيز مقامات طالبان د دغو ماينونو دښخولو عاملين بولي . ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل