امنیت

طالبانو يو ډاکتر په ډزو سره وواژه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٥
وسله والو طالبانو نن سهار يو ډاکتر په لوګر ولايت کې په ډزو سره وواژه.
دلوګر ولايت يوه امنيتي مسوول چې دنامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو ډاکتر لاهور هغه وخت په پل علم ښار پورې اړوند د پورک په سيمه کې له موټر څخه ښکته او په ډزو سره يې وواژه چې کلينيک ته روان و.
د ډاکتر لاهور يو خپلوان احمدالله وايي چې دى له اتو کلونو راپه دې خوا د پورک په کلينيک کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت و او له هيڅ ډلې او سازمان سره يې اړيکې نه لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته