امنیت

دکجران امنيه قوماندان او دوه تنه ساتوونکي يې ټپيان او يوساتوونکي يې شهيدشو

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٧
ددايکندي ولايت په مربوطاتوکې پرون په واټ کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې له امله يو پوځي  شهيد او درې تنه نور پوځيان ټپيان شول .
ددايکندي ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتوآمر درمحمد حسيني دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه  هغه وخت وشوه چې دکجران ولسوالۍ دامنيه قوماندان دسپرلۍ موټر ددغې ولسوالۍ په واټ کې  په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
دخبرځاى  دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې دکجران ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن سيد حبيب  الله اودوه تنه ساتوونکي  يې ټپيان  او يوبل ساتوونکي يې شهيد شو.
خبرځاى زياته کړه ټپيان ددرملنې  لپاره دقندهار ولايت ته ليږدول شوي دي اوددووتنوټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته