
کابل، د غوايي ۱۵مه، باختر
د عامې روغتيا وزارت د G5 په غونډه کې د ګډون په موخه ايران ته د دغه وزارت د سرپرست د سفر خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند رسنيو ته په رالېږل شوي پيغام کې ويلي، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ، مالي او اداري معين مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوی ايران هېواد ته د G5 غونډه کې د ګډون په موخه روان شول.
نوموړي زياته کړې، چې ياد پلاوی به په ايران کې د G5 غونډې له ګډونوالو او روغتیايي مسؤولینو سره د روغتيا په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.
افغانمل