کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
په کونړ ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې داعشيانو غوښتل دڅوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي .
دهېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوقوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه داعشيان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې دغو داعشيانو غوښتل په يوه واټ کې ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او دوى ته مرګ ژوبله واړوله .
په افغانستان کې وسله وال طالبان او داعشيان زياتره په ګڼ ميشتو لارو کې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل