خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتيا وزارت مرستيال د روغتيايي چوپړتیاوو د څارنې په موخه غزني ته سفر وکړ

کابل، د تلې ۲۹مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده غزني ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه څارنه او لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې نوموړي دغزني د ولایتي او حوزوي روغتونونو په کچه ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په برخه کې یې د دغو مرکزونو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
مولوي محمد اسحق صاحبزاده همدارنګه د غزني د ولایتي او حوزوى روغتونونو د مسؤلینو او ناروغانو ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو د حل په اړه به عملي اقدامات وکړي.
بايد وويل شي، چې اوسمهال د غزني ولايتى او حوزوي روغتون د مسلکي روغتيايي کارکوونکو په لرلو سره په عملي توګه د دغه ولايت په ګډون د ګاونډيو ولايتونو خلکو ته هم په بېلابېلو برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا