فرهنګ

پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: د تاوتريخوالي د قرباني ښځو اوماشومانو دتصويرونو خپرول منع دي.

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د هېواد له رسنيو څخه وغوښتل چې د ډله ييزو رسنيو دقانون د٤٥ مادې له مخې عمل وکړي او دتاوتريخوالي دقربانيانو دتصويرونوله خپرولو څخه دې ډډه وکړي.
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې  :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي چې نن يې په هغې غونډه کې چې د بشر د حقوقو دکميسيون، مدني ټولنې  او د ملي شورا د استازو د مجلس د ښځو د چارو د کميسيون له خوا  دمخ په زياتيدونکي تاوتريخوالي پديدې سره د اغيزمنې مبارزې په مقصد په کابل کې جوړه شوې وه؛ دهېواد له رسنيو څخه وغوښتل چې د تاوتريخوالي د قرباني ښځو او ماشومانو په اړوند د خبرونو په خپرولوکې دې د ډله ييزو رسنيو دقانون د ٤٥ مادې له مخې عمل وکړي.
په دې غونډه کې چې د ماشومانو او ښځو د ځورونې د بندولو د قانون د تطبيق په اړوند چې په دې وروستيو وختوکې د استازو د مجلس له خوا تصويب شوى دى او د اړوندو دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په خاطر جوړه شوې وه؛ پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي څرګنده کړه چې د تاوتريخوالي د قربانيانو د هويت هر راز افشا کول او د تصويرونو خپرول چې په يو ډول نه يو ډول د قربانيانو شخصيت ته زيان ورسوي؛ د ډله ييزو رسنيو د قانون د ٤٥ مادې له مخې منع دى او بايد د دغه شان پيښو د قربانيانو د هويت له افشاکولو او د تصويرونوله خپرولوڅخه دې ډډه وکړي، ځکه ښځې او ماشومان چې د تاوتريخوالي قرباني کيږي؛ ښايي په راتلوونکې کې د چارو واګي په لاس واخلي  او يا د هېواد د مطرحو شخصيتونوپه توګه تبارز وکړي. له دې امله د قانون  دغې مادې ته نه پاملرنه هغوى ته جدي زيان متوجه کوي.
په دې غونډه کې د ښځو د چارو وزيرې دلبرنظري د ښځواو ماشومانو شخصيت ته پاملرنه د اهميت وړ وباله او په هېوادکې يې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د بندولو د قانون د تحقق لپاره يې د اړوندو دولتي ادارو د ګډو هلوځلو غوښتنه وکړه .
دغه راز د استازو مجلس د بشر دحقوقو، مدني ټولنې او د ښځو د چارو د کميسيون رئيسې فوزيې کوفي د هغو ناخوالو په باب چې په هېوادکې ښځې او ماشومان ورسره مخامخ دي؛ خبرې وکړې او ويې ويل چې په نننۍ ټولنه کې د ښځو او ماشومانو ځورونه په يوه ناوړه او د ديني ارزښتونو پرخلاف فرهنګ بدل شوى دى او بايد د ماشومانو او ښځو د ځورونې د مخنيوي د قانون په رڼاکې دغه فرهنګ پاى ته ورسول شي.
په دې غونډه کې يوشمېر دولتي مقاماتو د مدني ټولنې او د ښځو د حقوقو مدافع غړو، د پوهنتون يوشمېراستادانو او د ډله ييزو رسنيو کارکوونکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته