امنیت

په فراه کې د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو اووه تنه منسوبين شهيدان شول

کابل باختر دسلواغې شلمه :
په فراه ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دملي اردو اووه تنه منسوبين شهيدان شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې د دلارام ولسوالۍ  بازارته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو د سرتيرو د سپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
د فراه ولايت دپوليسو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل: سرتيري په ګزمې بوخت وچې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وختل.
  دفراه ولايت سيمه ئيزمسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي او وايي چې دهغوى دپيژندنې او نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته