امنیت

دهرات_اسلام قلعه دلويې لارې دامنيت دتامينولو لپاره دپوليسو يوه قطعه ځاى پرځاى شوه .

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ١٧ :
د هرات _ اسلام قلعه  د لويې لارې دامنيت  دتامينولو لپاره دمرستې په خاطر  دسرحدي پوليسو يوه سمباله قطعه ځاى پرځاى شوې ده .
دغه قطعه  چې له  روزل شويو سرتيرو  څخه چې په پرمختللو وسايلو سمباله  ده
په دغه لاره کې  دامنيت دتامينولو په خاطر موظفه شوې ده .
دهرات  ولايت امنيه قوماندان اود څلورم سرحدي زون قوماندان   چې   پرون يې  ددغې لارې  امنيتي  حالت وڅيړه ټينګار  کوي چې ددغې قطعې ځاى پرځاى کول په دغې لاره  کې دحالت دښه والي سبب کيږي .
د هرات امنيه قوماندان جنرال سميع الله قطره وايي  دلويو لارو  دامنيت تامينول  دپوليسو له کاري لومړيتوبونو څخه دي .
له بله پلوه   جنرال محمد جمعه    عديل هم ټينګار   کوي چې د   سرحدي پوليسو ځواکونه دامنيتي پوليسو دځواکونوله همکارۍ  په لويه لاره  کې دامنيتي چلنجونو دله منځه وړلو په خاطر هلې ځلې کوي .
اټکل  کيږي  دسرحدي پوليسو  ددغه امنيتي قطعې په ګومارلو سره  داخلاګرو او دوسله والو غلو  دفعاليتونو  مخه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته