خبرونهروغتیا

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په کابل کې ( جينومک يا سيکونیسنګ) لابراتوار  پرانیست

کابل، د وږي مياشتې لومړۍ نېټه، باختر

د عامې روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندرعباد پرون د کابل  په  مرکزي لابراتوارونو کې د ” جینومک سیکونیسنگ” (  دکويډ- ١٩، جنيتکي پېښې او د سرطاني ناروغيو د تشيخص لابراتور) پرانیست.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا سرپرست وزیر د دغه لابراتوار د پرانیستلو په مراسمو کې وويل چې ” جینومک سیکونیسنگ” لابراتور په فعاليدو سره  به دعامې روغتيا وزارت وکولاى شي چې له دې وروسته  د کويد-١٩ ، جنيتکي پېښې او سرطاني ناروغۍ په هېواد کې تشخيص کړي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه لابراتوار او ماشين آلات د نړۍ روغتيايي سازمان په همکارۍ د ٣٥٠ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت برابرې شوې دي.

ډاکټرعباد زياته کړه چې په افغانستان کې مخکې له دې د ” جینومک سیکونیسنگ” دغه شان لابراتور شتون نه درلود او د دغه لابراتوار فعالېدل د دغو برخو ناروغانو سره مرسته کوي چې د تشخيص لپاره بهر ته لاړ نه شي.

دغه راز د عامې روغتيا سرپرست وزیر په هېواد کې د طبي ښو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لازمو اسانتياوو د برابرولو په مقصد د دغه وزارت د هلو ځلو ډاډ ورکړ.

وروسته  د عامې روغتيا وزارت تشخيصيه رييس ډاکټراحمدناصر حنفي د ” جینومک سیکونیسنگ” لابراتوار په اړه معلومات ورکړل او د دغه تشخيصيه مرکز پرانیستل يې د هېواد په روغتيايي برخه کې يوه ښه لاسته راوړنه وبلله.

دغه راز په کابل کې د نړۍ روغتيايي سازمان د ساري ناروغيو  د سرويلانس تخنيکي مسوول ډاکټر محمدعمر مشال په خپلو خبرو کې وويل چې د نړۍ روغتيايي سازمان ژمن دى چې د افغانستان له خلکو سره د روغتيايي خدمتونو د و ړاندې کولو په برخه کې به مالي ملاتړ وکړي.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا