فرهنګ

غزني د اسلامي فرهنګ د پايتخت او د سولې او دوستۍ د ښار په توګه اعلام شو

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٥ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي دپيغام په لوستلو سره، د اسلامي فرهنګ د پايتخت او د سولې او دوستۍ دښارپه توګه دغزني د اعلام رسمي مراسم پيل شول.

دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغوپرتمينو مراسموکې چې دکابينې دځينو غړو، دجمهوري رياست د سلاکارانو، د پارلمان دځينو غړو، د ځينو ولايتونو د واليانو، درنو بهرنيو ميلمنو او د غزني د دولتي ادارو دکارکوونکو او د وګړنيو اوټولنيزو شخصيتونو په ګډون پرځاى شوى وو؛ په پاى کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي پيغام په ديني اوفرهنګي چاروکې د جمهور رييس سترسلاکار  پوهاند نعمت الله شهراني له خوا ولوستل شو.

په پيغام کې ويل شوى دى: نن ورځ  نه يواځې دغزني خلکو ته بلکې دافغانستان ټولوخلکو او د اسلامي فرهنګ په پراختيا پورې اړوندو ټولنوته، د ډېر وياړ او سرلوړي ځاى دى چې په اسلامي فرهنګ پورې اړوند د علومو اوهنرونو يولرغوني اوستر ټاټوبى په رسمي ډول د اسلامي فرهنګ دپايتخت په توګه پرانستل کيږي .

په پيغام کې دغه راز ويل شوى دى: په څلورمې اوپنځمې هجري قمري پيړۍ کې غزني ددغې سيمې يو خلانده اوخوځنده ښار و  له لرې او نږدې واټنونوڅخه دعقلي  اونقلي علومو پوهانو، اديبانو، شاعرانو اوعارفانو غزني ته مخه کوله او د دربار د پاملرنې اوتفقد وړگرځيدل.

غزنى په هغه وخت کې د علومو اوفرهنګ په پيدايښت، وده او وياړنه کې په اسلامي نړۍ کې خاص مقام ځان ته غوره کړى و.

ډيروسترو علمي اوفرهنګي شخصيتونو او ډېرو ځلاندو ادبي څيرو په همدې دوران کې په غزني کې تبارز وکړ او ارزښتناک آثاريې پريښودل چې رول يې د اسلامي او آن د نړيوال علومو او فرهنګ په وده کې تلپاتې دي .

نن ورځ موږ ټول دفرهنګ اوعلومو ددغو نومياليوپه نامه او د هغوى په انساني مفکورو او دغه راز دغزني په فرهنګي بډاينو وياړو له شک پرته دغه فرهنګي اوعلمي  بډاينه  زموږ د هيواد او د ټولني اسلامي نړۍ وياړنې بلل کيږي

ځاى لري چې د دې هيواد هر اوسيدونکى د نړۍ په علمي پراختيا کې د علومو ، فرهنګ  اوپوهنې د وړاندې کولو په لاره کې دغزني په رول ووياړي .

په پيغام کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ   له وزارت ، د غزني له والي او د ايسيسکو له سازمان څخه دغزني دجشن  دجوړولو له امله قدرداني شوې ده .

ورپسې دغزني والي موسى خان اکبرزاده ويناوکړه او ميلمنوته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې يې وويل: ((نړۍ وال دې داسې فکر  ونه کړي چې د افغانستان خلک يواځې په جګړې پوهيږي؛ نورو موږته جګړه صادره کړې ده، خو دافغانستان خلکو نړيوالو ته فرهنګ صادر کړى دى .))

دغزني والي دغه راز وسله وال طالبان مخاطب کړل  او ويې ويل: ((هغه څه چې موږ يې نن درناوى کوو؛ زموږ ديني اواسلامي فرهنګ دى .))

ده دغه راز له ګاونډيو هيوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې اوټيکاو دټينګښت په کارکې هڅه اوهاند وکړي او د افغانستان دمسلمانو وروڼو په وړاندې خپله ديني اوايماني وجيبه ادا کړي.

وروسته دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميارخبرې وکړې او د اسلامي فرهنګ او تمدن د پراختيا له رول سره يې اړيکې ونيولې او ويې ويل: ددغه ستر مجلس جوړيدل نه يواځې ماته، بلکې دافغانستان ټولو مسلمانانو، مومنو اومجاهدو خلکو او ټولې اسلامي نړۍ ته د وياړ وړ پيغام دى .

مسلميار زياته کړه: د غزني د تاريخي او لرغوني ارزښت په پام کې نيولوسره و چې په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په ليبيا  کې د آيسيسکو د علمي اوفرهنګي مرکز په شپږمه غونډه کې  وپتيل شوه چې غزني په ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي فرهنګ  دپايتخت په توګه اعلام  او د اسلامي هيوادونو ډېره ستره غونډه جوړه شي.

ده دغه راز وويل چې غزني د اسلامي فرهنګ اوتمدن په وده کې اساسي رول لوبولى دى.

وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين  وينا وکړه او ويې ويل: افغانستان د وريښمو د لارې او دتمدنونو دپيوستون په لويه لاره کې دموقعيت په خاطر له تېرو زمانو را په دې خوا د بېلابېلو فرهنګونو اوتمدنونو مرکز و، يو له دغو تمدنونو څخه د غزنوي شاهنشاهي په دورې پورې اړه لري چې غزني ددغې شاهنشاهي دپايتخت په توګه د نړيوال فرهنګ  په جوړولوکې ستره ونډه لرله.

په سيمه اوپه ځانګړى توګه دهند په نيمه وچه کې داسلامي فرهنګ په پراختيا او منځني ختيځ او مرکزي آسيا ته د هندوستاني فرهنګ او هنر په ليږدونه کې د اسلامي فرهنګ په پراختيا کې ددغه ښار همدغې ځانګړتيا او ستر رول له امله و  چې داسلامي هيوادونو دعلمي اوفرهنګي سازمان ايسيسکو له خوا يې داسلامي پايتخت لقب وګاټه .

ډاکتررهين زياته کړه: له شک پرته د اسلامي فرهنګ  دپايتخت په توګه دغزني د اعلام پروګرام د اسلامي امت ترمنځ د ديوالى او پيوستون د پياوړتيا او دغه راز د فرهنګي اړيکو د پراختيا په لاره کې يوه ښه زمينه ده او په همدې حال کې لکه څنګه چې په دغه شان پروګرامونو کې د اسلامي فرهنګ د اغيزو، نړيوال مدنيت او دغه راز دعلومو په پراختيا اوليږدونه کې داسلامي  نړۍ دعالمانو اوپوهانو رول باندې تمرکز کيږي.دغه پروګرام کولاى شي نړيوالو ته په اسلامي نړۍ کې د رښتني تصوير د ښودلو په لاره کې يوه ښه زمينه وي او ټولې نړۍ ته د اسلام سوله ييز پيغام ورسوي .

ډاکتر رهين زياته کړه: ددغه پروګرام له لارې کولاى شو نړيوالو ته وښيوچې اسلامي امت د پرتمنيو اوګټورو مدنيتونو پر بنسټ تکيه لري چې د نړيوال مدنيت په تدوين کې ستره ونډه لري.

دغزنويانو دشاهنشاهي پايتخت دغزني ښار يوه له هغو بيلګو څخه دى چې څه دپاسه زرکاله مخکې د اسلامي مدنيت د يو ډېر ستر مرکز بنسټ په دغه تاريخي ښارکې جوړشو. دغزنويانو دوره زموږ د هيواد د تاريخ يوځلانده دوره بلل کيږي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دغه راز وويل: د غزني ښار د غزنويانو په دوره کې په اسلامي نړۍ کې دعلومو اوفنونو په ډير ستر مرکز بدل شو او د ابوريحان البيروني، فردوسي، عنصري، سنايي او د يوشمېرنورو په ګډون  دپوهانو اواديبانو شتون نه يواځې د غزنويانو تر واکمنۍ لاندې هيوادونوکې د پوهې اوفرهنګ  د پراختيا سبب شو؛ بلکې دغزنويانو د دورې هنر اوپوهه يې دغې سيمې او داسلامي  او غيراسلامي نړۍ د هيوادونو پراخې برخې ته معرفي کړه.

د ډاکتررهين دڅرگندونوله مخې: غزنوي مدبروشاهانو، ګاونډيو هيوادونوته دخپلې قلمرو په پراختيا پوهه او فرهنګ يې دغو هيوادونوته  وليږ داوه او د سيمې په فرهنګونو کې يې ښه امتزاج رامنځته کړل.

په پاى کې د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزير د نړيوالودوستانو د امريکا، پولند، ايتاليا او د جرمني د هيوادونو، د يونسکو او د ايسيسکو  د سازمانونو او د نورو د پاملرنې له امله  په بېلابېلو برخوکې له غزني ښار څخه د دوى د مرستې او همکاري په خاطر مننه وکړه.

ورپسې د ايران د اسلامي جمهوريت د فرهنګ وزير ډاکترسيدمحمدحسيني  د دوستو هيوادونو په استازيتوب ويناوکړه او ويې ويل: ((دغزني په باب د شاعرانو او مشرانو توصيف  د هغه لوړ مقام څرگندوى دى چې دغه  ښار او دغه هيوادته يې د اسلامي تمدن په فرهنګ  اوتاريخ  کې لري .

ده وويل: دغه ټاټوپې دمشرانو ، عالمانو ،شاعرانو ، عارفانو او پوهانو ټاټوپې دي او هغو کسانو چې په دې خاوره کې وزيږيدل اوپراخ  خدمتونه يې وکړل؛ لکه سنايي او يا هغه کسان چې دغه ټاټوبې ته جدب شوي دي؛ له بل ښار اوله نورو سيمو څخه  دغه ځاى ته راغلي دي. څرنګه چې دغه ځاى د علم او پوهې زانګو ده؛ هلې ځلې يې کړې دي چې ټول مشران ځانته جلب کړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د فرهنګ وزير د هغو پروګرامونو يادونه وکړه چې د سنايي او نورو په شان دغزني نومياليو شخصيتونو د درناوى په خاطر په تهران کې جوړوي.

ده زياته کړه: په هرحال، موږ ګډ فرهنګ لرو؛ دغه شخصيتونه د دواړوهيوادونو د مخکښو خلکو د درناوي  وړ دي.  د دوى ترمنځ بيلتون او واټن  شتون نلري .

ده دغه راز طرحه کړه چې له ډاکتر رهين سره په خبروکې يې وړانديز کړى دى چې دغزني او نيشاپور ترمنځ د خور ولي يو پيوند رامنځته شي .

وروسته د ايسيسکو دعلمي او فرهنګي سازمان د رييس ډاکتر عبدالعزيز عثمان التويجري پيغام د تهران د ايسيسکو دسيمه ييز دفتر د مدير ډاکتر عباس صدري له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوى دى:

موږ يو زيات شمېر پروګرامونه چمتو کړي دي چې دافغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت په همکاري سند يې لاسليک او د دغو پروګرامونو کار په عملي توګه په  ٢٠١٣ کال کې په غزني کې پيل شي .

ده هيله وکړه  چې دغزني د جشن  جوړول د ټولو اسلامي هيوادونو لپاره يوه بيلګه  وي .

په ولسي جرګه کې دغزني دخلکو استازې شاه ګل رضايي د دغې غونډې يوه بله ويناواله وه.

 دې وويل: نن د ډير ستر وياړ ځاى دى چى غزني له کلونو کلونو غربت او چوپتيا وروسته، نوم او آوازې يې، له جغرافيايي پولو څخه وتلې دي او د اسلامي فرهنګ د پايتخت پرتمين او غوره لقب يې ګټلى دى.

دې دغه راز وويل: موږ نن د يو داسې تمدن درناوى کوو چې په ځليدوسره يې افغانستان د نړۍ د تمدنونو اوسترو حوزو يوه برخه گرځولې ده او د علم اوهنر په برخو کې يې ستر عظمت او پرتم خلط کړى دى .

 غه راز په دې غونډه کې د ولسي جرګې غړى استاد حاجي محمدمحقق، مولانا حکيمي او مولانا شلګري دغزني  دمشرانو په استازيتوب ويناوې وکړې.

غونډه دمشرانو جرګې د غړى خالق داد بلاغي له خوا د دعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده.

برخه والو د هرات، فارياب ، پکتيا، باميانو، کندز ، قندهار، تخار، پروان او غزني د ولايتونو او نورو ولايتونو د لاسي صنايعو نندارتونونه چې له همدې امله جوړه شوي وو، وکتل.

په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د موسيقي د توليد دآمريت دموسيقي ډلې کنسرت ورکړ او د غزني وړلايت دملي اټن ډلو اتڼونه اجراکړل.

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم ر هين په داسې حال کې چې يوشمېرکورني اوبهرني ميلمانه، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينان پوهنمل نبي فراهي او سيدمصدق خليلي او ددغه وزارت د ځينو ادارو رييسان ورسره وو؛ دکتابونو نندارتون او دغزني موزيم وکتل.

په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په ليبيا کې داسلامي هيوادونو دکنفرانس دسازمان دفرهنګ د وزيرانو په غونډه کې غزني په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې د اسلامي فرهنګ دپايتخت او د سولې او دوستۍ د ښار په توګه ونومول شو.

د يوبل خبرله مخې: هغه نندارتون چې له همدې امله داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په ملي آرشيف کې  جوړه شوى و؛ داطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکترسيدمخدوم رهين، ددغه وزارت دفرهنګي معين مصدق خليلي، د هاليند او استراليا دهيوادونو دسفيرانو اوپه تهران کې د ايسيسکو د سيمه ييز دفتر د مدير ډاکتر عباس له خوا  د پټۍ په پريکولو سره پرانيستل شو.

دملي آرشيف رييس سخي منير باخترآژانس ته وويل چې دغه نندارتون تر يوې اوونۍ پورې د څيړونکو، د پوهنتون د استادانو، دعلمومو اکاډمى، دکارکوونکو او د خلکو پرمخ پرانيستى دى.

د ده دڅرگندونوله مخې: سل خطي نسخې چې د غزني په باره کې دي؛ په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته