(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)روغتیا

د عامې روغتیا وزارت، د فزیوتراپۍ نړیواله ورځ ونمانځله

کابل، د وږي ۲۰مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان د فزیوتراپۍ ټولنې په همکارۍ نن، د سپټمبر ۸مه (د فزیوتراپۍ نړیواله ورځ) ونمانځله.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو معین حبیب الله آخندزاده، وویل: د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرنو په بنسټ، د هر هېواد ۱۶.۳ سلنه خلک د معلولیت او فزیکي بیارغونې خدمتونو ته اړتیا لري چې د افغانستان د معلولینو لپاره د بیارغونې خدمتونو وړاندې کول، د عامې روغتیا وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
د هغه په وینا، د هېواد په مرکز سربېره، د هرې ولسوالۍ په روغتون کې د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، یوه ښځینه او یو نارینه «فزیوتراپست» شتون لري چې معلولینو او نورو اړو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د امراضو د وقایې او کنترول عمومي رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث وویل چې د ۱۴۰۱ مالي له پیل څخه تر اوسه، اووه زره ۶۶۲ نارینه او ښځینه د معلولیت ناروغانو ته خدمتونه وړاندې شوي او ۲۴۲ ناروغانو ته ویلچرونه وېشل شوي دي.
همدا رنګه، د افغانستان د فزیوتراپۍ ټولنې مشر راضي خان همدرد، په نړۍ کې د معلولیت پر عواملو خبرې وکړې او ویې ویل چې د معلولیت پېښې یا د ترافیکي پېښو له امله رامنځته کېږي او یا هم د ناروغیو د شیوع له امله، خو په افغانستان کې دغه ستونزه زیاتره د ترافیکي پېښو له امله رامنځته کېږي.
هغه د فزیوتراپۍ برخې ته د عامې روغتیا وزارت د پاملرنې په مننې سره، په هېواد کې د فزیوتراپستانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
نورو ویناوالو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې شریک کړل.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هېواد په کچه، ۱۲۰۰ «فزیوتراپستان» شته او د نړیوال روغتیايي سازمان د سټنډرډ پر اساس، په هر هېواد کې د ۱۰۰ زره کسانو لپاره باید تر ۸۵ «فزیوتراپست» خدمات وړاندې کړي. که دغه معیار په افغانستان کې پلی شي، نو شاوخوا ۵ زره «فزیوتراپستانو» ته اړتیا ده؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې هر ۱۰۰ زره کسانو ته یوازې څلور کسان د فزیوتراپۍ خدمتونه وړاندې کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا