خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست به د Anti- microbial resistance  په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر

د نړۍ د یو شمېرهېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو ترمنځ په عمان هېواد کې د Anti- microbial resistance دريم نړيوال کنفرانس دایر شو.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر قلندر عباد هم د دې کنفرانس ګډونوال دی او د کنفرانس ګډونوالو ته به وینا وکړي.

دغه کنفرانس چې په عمان هېواد کې ترسره کېږي، د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د روغتیا نړیوال سازمان، ماشومانو، خوړو، زراعت او ګڼو نورو مؤسسو مسوولینو هم په کې ګډون کړی او د کنفرانس ټول ګډونوال به د Anti-Microbial resistance د حل لپاره ، د نوښتونو ، چيلنجونو ، حل لارو او  political partnership په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کنفرانس د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۶ م کال کې په نیدرلنډ هېواد کې ترسره شوی و او دا څو کلونه د کرونا او نړیوالو ستونزو له کبله ځنډېلی و.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا