امنیت

د هرات د پوځي څارنوالى يو کارکوونکى په مجازاتو محکوم شو

– کابل باختردسلواغې دمياشتې ١نيټه : 
د پوځي استيناف څارنوالى يو تن کارکوونکى د هرات د ښاري ابتداييه محکمې دعامه امنيت د جرمونو د څيړنې د ديوان له خوا په ٩ کاله او ٦ مياشتو بند په مجازاتو محکوم شو.   
د هرات د ښاري محکمې د عامه امنيت د ديوان په علني غونډه کې چې د ښاري محګمې د رئيس محمد شعيب ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه، د پوځي استيناف  څارنوالى د يوه تن کارکوونکي او د نشه يي توکو د دوو تنو قاچاق وړونکو قضيې   وڅيړل شوې چې په پاى کې پوځي منسوب د نهو کلونو او شپږو مياشتو تنفيذي بند په سزا، يو تن قاچاق  وړونکى د ٥ کاله او شپږ مياشتې او يو تن بل د څلورو کلونو د تنفيذي بند په سزا محکوم شول.
په پاى کې د تورنو کسانو د استيناف غوښتنې حق خوندي اعلام شو.  
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته