فرهنګ

په بغلان کې دکوشانيانو د دورې يوه اډيره وپيژندل شوه

کابل باختر دوري نهمه

  افغان لرغون پوهان په بغلان ولايت کې دکوشانيانو په دورې پورې  ديوې  اړوندي  اډيرې په کشفولو بريالي شول .

  دغه اډيره ددوشي ولسوالۍ په کيله ګي  دښته کې دافغان لرغون پوهانو د پلټنو په بهير کې  کشف شوې ده .

 په دې  اډيره کې چې  نن سهار وپيژندل شوه  دکوشانيانو دمړو په لسګونو قبرونه جوت شوي دي .

 په بغلان ولايت کي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون  پوهنې د ټيم مسوول څيړنپوه  کتاب خان فيضي  باختر اژانس ته وويل دهغوى دلومړنيو څيړنو له مخې، دغه اډيره په کوشانيانو پورې اړه لري .

 دکوشانيانو دوره له لومړي پيړۍ  څخه تر پنځمې ميلادي پيړۍ  پورې رسيږي .

  دروايتونو له مخې، دکوشانيانو د دورې په ګډون  دپخوانيو اديانو پيروانو خپل مړي زياتره په سترو مټونو او خمونو کې  ايښودل .

  په همدې حال کې داطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست  نظام الدين توخي  باختر اژانس ته وويل، هغوى ددغې تاريخي اډيرې د څرګندولو او ساتلو کار پيل کړي دي .

 افغانستان د څو زره کلن تاريخ په لرلو سره تل دسترو  تمدنونو ډګر دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته