
کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد د چین له مخکېنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، دغه هېواد په ټولو برخو کې د افغانستان ښه ملګری وباله.
عباد دغه راز د جمهوریت روغتون د رفورم ته په اشارې سره وویل: د دغه روغتون په ارتقا کې مرستې ته اړتیا لرو او د یاد روغتون د اصلاح پلان له بشپړېډو وروسته به ټولې اړتیاوې درسره شریکې کړو.
نوموړي د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د روغتیا وزارت سره تعلیمي پروګرامونو په برابرولو کې د یوه هوکړه لیک له مخې همکاري وکړي.
ورته مهال په دې کتنه کې د چین سفیر له افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ چمتو یو چې له عامې روغتیا وزارت سره په اړینو برخو کې همکاري وکړو.
لمر