ټولنه

د اوبو پر سر راپورته شوې شل کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه

جلال اباد باختر د تلې د میاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ په مرکېخېلو سيمه کې د اوبو پر سر راپورته شوې دښمني له شلو کلونو وروسته د جرګې له لارې پر دوستۍ بدله شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د روغې جوړې دغه جرګه د قومي مشرانو په منځګړيتوب ترسره شوه.
شاوخوا شل کاله مخکې د شېرزادو ولسوالۍ په مرکېخېلو سيمه کې دوو کورنيو د اوبو پر سر شخړه راپورته شوې وه،چې له امله یې يو تن وژل شوی وو،خو د شېرزادو او خوږياڼو ولسواليو د يو شمېر قومي مشرانو او د شېرزادو د قومي شورا په منځګړيتوب دغه دښمني پر دوستۍ بدله شوه.
د جرګې مشر او په ننګرهار کې د شوکاڼو ډبرو د اتحاديې رييس حاجي ولي خوږياڼي وويل، چې د دواړو لورو تر منځ د روغې جوړې هڅې يې يو نيم کال مخکې پيل کړې وې او په پاى کې په دې بريالي شول چې دواړه خواوې روغې ته قانع کړي.
په همدې حال کې د قاتل د کورنۍ غړي بشرمل له د جرګه مارو څخه مننه وکړه چې په خپلو هلو ځلو يې دوی له دښمنۍ خلاص کړل او بېرته يې د ورورولۍ په ټغر سره کېنول.
د مقتول مشر زوی وويل چې وينه په وينه نه مينځل کېږي او د قوم په منځګړتوب يې روغه وکړه.
زيات شمېر خلک بيا په دې آند دي که په ټولنه کې ديني عالمان او قومي مخور په رېښتينې ډول خپل رسالت ادا کړي،نو لرې نه ده چې په هېواد اوسني ټولې بدمرغي پاى ته ورسيږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته