امنیت

افغان عسکردطالبانو مړو ته دسپکاوي دويډيويي کسټ دخپرولو له امله فرانسوي پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٣ :

يوافغان عسکر چې څلورتنه فرانسوي عسکريې ووژل اوشپاړلس تنه نوريې ټپيان کړل ويلي دي  چې  ده هغه وروستۍ ويډيويي کسټ دخپرولو په نسبت  چې دطالبانو پر مړو امريکايي عسکرو دمتيازو کول ښيي په دغه عمل لاس پوري کړي دي .

په دې بريد کې  چې دجمعې  په ورځ دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې په غيروسله والو فرانسوي عسکرو وشو شپارلس تنه فرانسوي پوځيان هم پکې ټپيان شول  چې داتو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوي دي.

دلومړينو څيړنوپه بهيرکې چې له دغه افغان عسکر څخه ترسره شول ده ددغه بريد انګيزه  دا مريکايي ځواکونو له خوا دطالبانو پرمړو دسپکاوي دويډيويي کسټ خپريدل اوهم له افغان ماشومانو څخه دبريټانيايي عسکرو دناوړي استفادي دويډيو خپريدل بلل شوي دي.

دفرانسې  جمهوررييس نيکولاى سارکوزي ددې بريد په غبرګون کې په غوسي اوخپګان سره ځواب ورکړ اوله دې امله ددغه هيواد ددفاع وزير ژيرادلانګيو يي کابل ته واستاوه.

 دفرانسې ددفاع  دوزير دڅرگندونوله مخې هغه افغان عسکر چې ددغه بريد مسوول دى په افغان پوځيانو کې دطالبانو دنفوذ عامل بلل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته