امنیت

په انتخاباتو کې دخلکو د پراخ ګډون او دانتخاباتو دامنيت دتامينولو په خاطر په بدخشان کې يوه غونډه وشوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو کې په راتلوونکو انتخاباتو کې دخلکو دګډون په مقصد هغوې ته  د  پوهاوي   پروګرام د بدخشان   د ديارلسو ولسواليو دمشرانواو مخورو په ګډون د دغه ولايت په فيض آباد ښارکې يوه غونډه جوړه شوه
دبدخشان د ولايتي شورا مرستيال مولوي ذبيح الله عتيق وايي سوله  يو الهي موهيت دى  د هيواد عالمانو او پوهانو دا کار تاييد کړى دى او موږ دبدخشان ولايت له ټولو خلکو څخه غواړو چې دجمهوري  رياست او دولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپل هيوادنى  پور اد ا کړي .
دبدخشان ولايت استازي استاد بصير دخبرو په  ترڅ کې وويل :  په  بدخشان کې دجګړې علت ټولنيزې  نابرابرې او د خلکو دحقوقو ضايعه  کيدل دي   او له تاسو عالمانو او پوهانو څخه غواړو چې په انتخاباتو کې ګډون وکړۍ  او د  سولې   او انتخاباتو په وړاندې دخلکو ذهنيت روښانه   کړي .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ مرستيال سيدنور الله احمدي وايي پوليس چمتو دي چې خلکو ته د  رڼو او عادلانه انتخاباتو زمينه   برابره کړي او دانتخاباتو دبشپړ امنيت د  تامينولو په لاره کې په له هيڅ راز سرښندنې څخه   ډ ډه و نه  کړي .
دبدخشان ولايت دمحکمې قاضي منيراحمد وايي په  اوسنيو شرايطو  کې دې ته اړتيا ده  چې سوله غوره  کړو او درڼو انتخاباتو زمينه برابره کړو او دانتخاباتو په ترسره  کولو کې خپل رول  په  فعاله توګه ولوبو.
دغه راز په دې غونډه کې دسولې دکميټې استازي سيد حبيب الله احمدي ، دمدني ټولنې غړي صفرمحمد، د ښځو دچارو رييسې ذوفنون حسام ناطق ، د مدني ټولنې غړې انيسې اخګر اودحج  اواوقافورياست غړى عبدالکبيرمجيدي دسولې ارزښت  او په انتخاباتو کې دګډون اهميت په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته