ورزش

دعقاب کوه دفوټبال ټيم دابشار اتل شو .

کابل باختردلړم پنځلسمه :
دعقاب کوه  دفوټبال ټيم دزياتو امتيازونو په ګټلو سره دپنجشير  دابشار  په ولسوالۍ کې  دفوټبال دمنې دسياليو اتل شو .
دابشار ولسوالۍ دځوانانو دشورا مسوول عبدالبصير سنګي دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل  چې دلومړى ځل لپاره  دابشار ولسوالۍ  دبند جوي په ورزشي  لوبغالي کې دپنځو ټيمونو په ګډون ترسره شوې او دعقاب کوه ټيم دزياتو امتيازونو په ګټلو سره اتل شواو دشاهين ابشار  ټيم ددغو سياليو دويم مقام وګاټه .  سنګي ددغوسياليو  دترسره کولو موخه له نشه يي توکو سره مبارزه او دغې ناوړه پديدې ته  نه ويل وبلله .   ختم_ سعيده_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته