(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)روغتیا

د عامې روغتیا وزارت معین: اوس د هېواد لرې پرتو سیمو کې هم روغتیایی خدمات وړاندې کیږي

کابل، د زمري۲۷مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت وزارت د پلان او پالیسي معین بلخ ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، د عامې روغتیا ریاست مسوولینو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین محمد حسن غیاثي د باختر آژانس ته وويل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره د هېواد لرې پرتو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او د یادو سیمو اوسېدونکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کېږي.

همدا راز غیاثي د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د هر اړخیزو ژمنو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې اوس مهال د بدخشان له پامیر څخه تر لرې پرتو سیمو پورې روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او هېواد وال روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی لري.

هغه زياته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د لرې پرتو سیمو خلکو ته روغتيايي خدمتونه نه دي وړاندې شوي او اوس اړتيا ده، چې خلکو  ته هر اړخيز روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د غیاثي په خبره، دا مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې ( روغتیا د ټولو لپاره) تر شعار لاندې با کیفیته او متوازن روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا