کابل باخترد لړم د مياشتې ٩ :
نهه تنه وسله وال طالبان پرون د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې دافغان پوځيانو په هوايي عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠١ شاهين قول اردو قوماندانۍ دلومړۍ لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول جګـړن فريداحمدباوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: دوو ( ام ډي ) ډوله الوتکو په يوې ډلې طالبانو چې دفارياب ولايت په شمال لويديځ کې راټول شوي و اوپه امنيتي پوستو يې دبريد نيت درلود هوايي بريدونه وکړل چې له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور سخت ټپيان شول .
باوري زياته کړه: په دې هوايي بريدکې د طالبانو يو ٨٢ ملي متري هاوان، او يوه ليږدونکې واسطه له اتو موټرسايکلونو سره ويجاړ اوله منځه تللي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ