ورزش

په ننګرهار کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل / د تلې ۶ مه / باختر
د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د افغانستان اسلامي امارت د بریا په ویاړ د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ نن پیل شوې.
د ننګرهار د اطلاعاتواو فرهنګ ریيس نور محمد حنيف چې د والیبال سیالیو د پیل په مراسمو کې ورزشکارانو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو ډاډ ورکړ او دوی يې سالم رقابت ته وهڅول.
په همدې حال کې د بدني روزنې ریاست مشر وويل چې په دغو وروستیو کې یې د بېلابېلو لوبو سيالۍ پيل کړي او د ځوانانو فکري او بدني روزنې په موخه به نورې سيالۍ هم جوړې کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته