سیاست

جمهور رئیس غني له افغان هندوانو او سیکانو سره د اختر مبارکي وکړه

کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې٤:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې افغان هندوانو او سیکانوسره وکتل او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورسره وکړه.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه، سناتورې انارکلي هنریار د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهور رئیس او د افغانستان ټولو خلکو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: موږ په داسې حال کې نېکمرغه کوچنی اختر لمانځو چې د روژې مبارکه میاشت کې د افغانستان دښمنانو زموږ هېوادوال د غم په ټغر کېنول.
هغې زیاته کړه، د افغانستان دښمنانو زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او عام خلک په نښه کوي. انارکلي هنریار وویل، موږ په ټول توان د دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او تر څنګ یې یوو.
سناتورې انارکلي څرګنده کړه، نن مو نېکمرغه کوچنی اختر په کاملاً ارامه فضا کې پیل کړ او هیله من یوو چې په افغانستان کې سراسري سوله تامین شي. هغې څرګنده کړه، د دولت پر وړاندې ستونزې موجودې وې، اما دولت د کابل پروسې د کنفرانس جوړولو او د افغانستان- هند سوداګریز دهلېز د پرانیستې لوی لاسته راوړنې لرلې چې په سیاسي او اقتصادي برخه کې د سیمې اړیکې پیاوړې کوي. 
هغې د دولت اقتصادي او زیربنایي برنامې یادې کړې او زیاته یې کړه، لکه څنګه چې تاسو د کمپاین په وخت کې ژمنه کړې وه چې افغانستان د خودکفایي لور ته سوق کوئ، نن عملاً موږ د اقتصادي او زیربنایي پروګرامونو د تطبیق شاهدان یووچې افغانستان به اقتصادي خودکفایي ته ورسوي. هغې همدارنګه له جمهور رئیس څخه د هندوانو او سیکانو اولادونو ته په ځینو ولایتونو کې د ښوونیزو اسانتیاو د برابرولو له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د اختر مبارکي د ویلو په ترڅ کې وویل، افغان هندوان او سیکان د افغانستان د ځلنده تاریخ برخه دي. هغه له هندوانو او سیکانو هېوادوالو څخه د دولت د سیاسي، اقتصادي ، اجتماعي او فرهنګي پروګرامونو د ملاتړ له امله مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، هر اقدام چې ستاسو دتحصیلي، تعلیمي او ټولنیز ژوند زمینې پیاوړې کوي له ما سره یې شریک کړئ. هغه د سولې د تامین په اړه څرګنده کړه، زموږ ټینګار تل د سولې، امنیت او ثبات په تامین دی چې زموږ ټول خلک په هغه کې ځانونه وویني.
جمهور رئیس د افغانستان – هند تر منځ سوداګریز هوایي دهلېز ته په اشارې وویل د افغاني داخلي محصولاتو او تولیداتو دوه الوتنې له کابل او کندهار څخه هند ته رسېدلې دي او هند سره هره ورځ زموږ اړیکې پراخېږي. هغه ټینګار وکړ چې د امنیتي موضوعاتو تر څنګ یې د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا ته هم پام دی.
هغه د کابل لپاره د عاجل اقتصادي او انکشافي پلان یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، یاد پلان برابر شوی او دا پلان کولای شي زموږ ډېرو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې او هوساینه تامین کړي.
محمد اشرف غني په جلا کتنه کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفایې، اوبو رسولو، برېښنا شرکت، د ترافیکو عمومي ریاست او د افغانستان ملي تلویزون د تخنیک د برخې کارکونکو سره روغبړ او د اختر مبارکي وکړه او همدارنګه یې ماشومان  ونازول او  د اختر مبارکي یې ورته وویله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته