سیاست

جمهور رئیس غني د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور له سفر څخه بېرته هېواد ته راستون شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته تللی وو، نن سهار وختي بېرته هېواد ته راستون شو.

د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

جمهور رئیس غني د دغه سفر په جریان کې د استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور له مقاماتو او تاجرانو سره په جلاکتنو کې د دوه اړخیزه اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې او د یادو هېوادونو او افغانستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو موافقتنامې لاسلیک شوې.

محمد اشرف غني پرون ماسپښین په سنګاپور کې خپل استوګنځای کې د مخابراتو، صحت، د برېښنا د تولید، لوژستیک، بانکدارۍ او کرنې د برخو له تاجرانو سره په کتنه کې د سوداګرۍ د ودې او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان د جنګ او فرصتونوله دوه تصویرونو څخه یوازې د جنګ تصویر نورو ته ښودل شوی دی، خو موږ به کوښښ وکړو چې د نړیوالو پام د جنګ پر ځای د افغانستان فرصتونو ته را واړو .

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت به ملي او بهرنیو تاجرانو ته داسې اسانتیاوې رامنځته کړي چې له امله یې د افغانستان او سیمې سوداګري وده وکړي.

محمد اشرف غني وویل، د داخلي پیداوار زیاتوالی او له واردونکي څخه په صادرونکي هېواد د افغانستان بدلول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي په دې برخه کې د تاجرانو، پانګه والو او خصوصي سکتور ونډه مهمه وبلله.

یادو تاجرانو او پانګه والو له جمهور رئیس څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې او پانګونې د شته فرصتونو په اړه یې دوی ته نوي معلومات او له هیلو ډک تصویر وړاندې کړ.

هغوی وویل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې په موخه به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د برخې له مسوولینو سره د اړیکو او بحثونو له لارې د سوداګرۍ او پانګونې په عملي لارو چارو وغږېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس هېواد ته له راستنېدو دمخه تېر ماښام د سنګاپور ملي پوهنتون کې د یاد هېواد ډيپلوماتانو، پروفیسورانو او د پوهنتون محصلینو ته په افغانستان کې د شته تهدیدونو او فرصتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني تروریزم، نشه یي توکي او اداري فساد د عمده تهدیدونو په توګه یاد کړل. هغه وویل تروریزم او نشه یي توکي یوازې د افغانستان نه، بلکې بین المللي معضلې او پدیدې دي، ځکه خطر یې ټولې سیمې او د نړۍ هېوادونو ته متوجه دی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان حکومت د اداري فساد د مخنیوي لپاره چې زموږ د خلکو په ژوند یې بده اغېزه کړې عملي کوښښونه پیل کړي دي. هغه زیاته کړه، حکومت د فساد پر ضد د مبارزې ټینګه اراده لري.

جمهور رئیس د افغانستان موقعیت، د انرژۍ انتقال او تولید، ځمکه، کانونه، اوبه او ځوانه ټولنه د هغو فرصتونو په توګه یاد کړل چې له امله یې افغانستان خودکفا او د هېوادوالو د ژوند وضعیت ښه کېدلی او ثبات تامېندلی شي.

جمهور رئیس غني وویل، حکومت له دغو فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره لنډ مهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه لري او په دغو برخوکې به د نړۍ د پرمختللوهېوادونو له تخنیکي پوهې او بریالیو تجربو څخه ګټه واخلو.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان پرمختګ او ثبات د سیمې او اسیا د ثبات او پرمختګ په مانا دی، ځکه موږ د اسیا د څلور لارې په توګه مرکزي او جنوبي اسیا سره وصلوو او د اقتصادي دهلېز په توګه د سوداګریزې راکړې ورکړې او اقتصادي همکاریو د ودې کافي ظرفیت لرو.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان حکومت د خودکفایۍ، فساد سره د مبارزې او له شته فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې لپاره په ګټورو ستراتیژیو، پالیسیو، میکانیزمونو او عملي لارو چارو تمرکز لري.

د هېواد جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، تروریزم ښه او بد نه لري، بلکې دوی د سیمې او نړۍ امنیت، ثبات او پرمختګ ته لوی ګواښ دی، نو د دغه مشترک خطر پر وړاندې باید د واحد لیدلوري او واضح ستراتیژۍ په اساس له تفکیک پرته جدي مبارزه وشي.

جمهور رئیس غني د دغې وینا په پای کې د اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل او هغوی ته یې د افغانستان په اړه یو جامع او واضح تصویر وړاندې کړ.

د سنګاپور د ملي پوهنتون رئیس ایدي لي له جمهور رئیس غني څخه د افغانستان په اړه د دغې ارزښتناکې وینا د اورولو له امله مننه وکړه او همدارنګه یې په پای کې د هېواد جمهور رئیس ته د یاد پوهنتون نښان لرونکی جاکټ د ډالۍ په توګه ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته