سیاست

برتيانيا به په افغانستان کې دخپلو پوځيانو شمير زيات کړي .

کابل باختر  دزمري ١١:
دوسله والو  ځواکونو په چارو کې دبريتانيا ددولت وزير وويل  چې دتروريزم په وړاندې دبرياليتوب  لپاره به بريتانيا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمير زيات کړي .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، مارک لانکستر  پرون کابل ته دخپل سفر په بهير کې  خبريالانو ته وويل چې موږ به  ٥٨٥ تنه نور پوځيان افغانستان ته واستوو .
ده وويل چې له افغان ځواکونوسره زموږ ملاتړ  به تر کلونو کلونو پورې  دوام ولري او دافغانستان دهوايي پوځ دځواکونو دروزنې لپاره به زيات پوځيان موظف کړى شي چې هغوى  په ښه توګه وکولى شي په تروريستانو هوايي بريدونه وکړي .
٥٠٠ تنه بريتانوي  پوځيان همدا اوس دغوڅ ملاتړ دماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې ديره دي او دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواکونو دروزنې مسووليت په غاړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته