ټولنه

په هرات کې يوه ښځه دخپل ميړه له خوا ووژل شوه .

کابل باختر د کب  څوارلسمه

  دهرات پوليس دهغه سړي په لټه کې دى چې نن سهار يې خپله ميرمن له يوبل سړي   سره وژلې  ده .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه پيښه نن سهار رامنځته شوه دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي خپله ميرمن دنامشروع اړيکو  دلرلو په تور په ډزو سره ووژله او دتيښتې  په وخت کې يې په يوبل سړي هم ډزې کړى او هغه يې هم وواژه .

دهرات دپوليسو مسوولينو وويل چې دغه سړي تښتيدلى  او پوليس دهغه دنيولو په لټه کې دى .

 په هرات  کې دبشر دحقوقو دکميسيون يو تن چارواکي  وويل چې ځوانه ميرمن په ګومان اوشک سره وژل شوې ده   او ددغې ميړمنې ميړه داحساساتو له مخې عمل  کړى دى په داسې حال کې چې هغه بايد دقانوني مراجعو له لارې اقدام کړى واي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته