ورزش

دانجنير محمد خان د مبارکي پيغام

کا بل باختر د مرغومي  څوارلسمه

د سویلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې دافغانستان ملي لوبډلې د ښه ځلیدلوپه اړه د انجینیر محمد خان د مبارکۍ پیغام

په هند کې د سويلي اسيا د اتلولۍ په سياليو کې دافغانستان دملي لوبډلې له خوا دويم مقام ترلاسه کولو په مناسبت خپلې ملي لوبډلې او ټول ملت ته مبارکي وایم.

دا چې ملي لوبډلې د لوبڅار د ځينو تېروتنو په سبب، له بده مرغه ونه کړاىشول چې سږکال د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کړي، خو بيا هم د تل په څېر افغان ملي لوبډله په مجموع کې ډېره ښه وځلېدله او و توانېدله چې له دې وروسته د منځینۍ آسيا په سياليو کې د لوبېدلو حق ترلاسه کړي.

افغانان په خپلو ملي لوبډلو وياړي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د خپل هېواد بیرغ رپانده ساتلی او هېله کوي چې له دې وروسته به هم د سياليو په ډګرونو کې د ځلېدو لړۍ جاري ساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته