کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
شپږ تنه تېره شپه په پروان کې دچاوديدونکو توکو دلېږدونې په تور ونيول شول
دپروان دوالي وياندې وحيدې شهکاردباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت پوليسو دبګرام ولسوالۍ د چينزي په سيمه کې په عملياتو کې شپږ تنه دچاوديدونکو توکو دلېږدونې په تور ونيول .
هغه زياته کړه :له نيول شويو کسانوڅخه په چاوديدونکو توکو بار يو موټر هم ترلاسه شوى دى .
ختم_ سعيده _ اکرم