سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د عمراني پروژو د کار په دوام سره کولاى شو خلکو ته د کار زمينه برابره کړو

کابل، د وږي٢٢مه، باختر

څه د پاسه 6000 نيمه کاره پراختيايي پروژې يوازې د هېواد د کليو بیارغونې او پراختيا په برخه کې شتون لري، د دغو پروژو د بيا پيل کولاى شي د بېوزلۍ د کمښت او کارموندنې لپاره ښه ممد وي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: بېوزلي او ناداري په افغانستان کې دوه ځورونکي پديدې دي، دغه ناوړې پديدې زياتره په افغانستان کې له وزګارتيا او له بنسټيزو اقتصادي پروژو له نشتوالي سره اړيکه لري.

د ملګرو ملتو سازمان او نور نړيوال بنسټونه هره ورځ د افغانستان خلکو د بېوزلۍ او اړتياوو په اړه متفاوت ارقام خپروي او زياتره په افغانستان کې د لومړنيو خوراکي توکو د برابرولو لپاره د پيسو په راټولولو ټينګار کوي خو د عمراني پروژو د جوړولو ډېره کمه يادونه کوي.

د تېر نظام په نسکورېدو سره زياتره نړيوال بنسټونه چې په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو په تطبيقولو کې يې ونډه لرله له دغه هېواده ووتل او زياتره عمراني پروژې يې نيمګړې پرېښودې، په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره د دوى دليل موجه نه و او زياترو په سليقوي انګيزو له دغه هېواده ووتل.

د کليو، بيا رغونې او پراختيا وزارت خبرځايونه وايي چې په هېواد کې له سياسي بدلونونو وروسته د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د ولسي تړون يوازې ٦ زره پروژې بندې شوي دي، دغه پروژې يوازې د کليو بيا رغونې او پراختيا په وزارت پورې تړاو  لري نورې پروژې هم شته چې بايد د کرنې، سړکونو، ښوونځيو جوړلو او د روغتيا په برخه کې تطبيق شوي واى چې کارونه يې نیمګړي پاتې شوي او تمويلونکي بنسټونه  د دغو پروژو کار د بيا پيل لپاره چپ پاتې دي.

دغه پروژې د نړيوال  بانک او د نورو  مرستندويو بنسټونو له خوا تمويليدې.

په داسې حال کې چې افغانستان د اقتصادي ودې، کارموندنې او د بيوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د سړکونو، پلونو، د اوسپنې پټليو جوړولو او د نورو بنسټيزو پروژو  تطبيقولو ته اړتيا لري.

د بنسټيزو پروژو ګټه ټولو هېواد والو ته رسېږي،  دغه شان پروژې د کليوالي سيمو په اقتصادي وده کې اغېزه لري.

د افغانستان اسلامي امارت دغو پروژو د کار بيا پيلولو ته جدي پاملرنه لري، خو د پيسو  کمښت او د افغانستان د شتمنيو کنګل کول د دغه شان پروژو د تمويلولو لپاره په افغانستان کې شته حکومت ته لاره سخته کړې ده.

ښه دا ده چې نړيوال بانک په لومړي ګام کې له هغې بودجې سره چې د افغانستان د بيا رغونې په صندوق کې لري د نيمه کاره پروژو کار بيا پيل کړي او د دغه شان پروژو د زيات تمويل لپاره تمويلوونکو هېوادونو ته مراجعه وکړي.

دغه راز نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو ته لازمه ده چې د افغانستان د خلکو ستونزې چې زياتره له بېوزلۍ او وزګارتيا له امله رامنځته شوې دي  له سياسي  کتنو پرته په پام کې ونيسي او د خپلو نيمه کاره پروژو کار له سره پيل کړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا