کابل باختر د کب څلورمه :
د قندهار ولايت د سپين بولدک د ګمرک مدير نن د اداري فساد په جرم ونيول شو .
د سپين بولدک د ګمرک مدير په داسې حال کې د قندهار ولايت د څارنوالى د موظفينو له خوا ونيول شو چې ترانزيتي موټروته يې له ګمرکي تعرفې پرته د ننوتو او وتلو اجازه ورکړې ده .
د قندهار ولايت يوه امنيتي مسوول چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل چې د سپين بولدک د ګمرک مدير د کشفي رپوټونو له مخې نيول شوى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ