امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول .

کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو له امله  ووژل شول چې دهيواد په ځينو ولايتونوکې ترسره شول.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر نن  باختراژانس ته وويل: دملي اردو ځواکونودوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دکاپيسا دنجراب ، دغزني دمقر ، دفراه دبالابلوک او دهلمند  دګرشک  دولسواليو په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور يې ټپيان شول .  په دغو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
دغه راز دملي اردو دځواکونو په هغو نورو عملياتو کې چې دهرات ولايت دشينډنډولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبر له مخې،  دملي اردو ځواکونو دهيواد په بيلابيلو ساحوکې يې  ددندو دترسره کولو په بهير کې  دوسايطو ضد اوولس ماينونه کشف او شنډ کړل اودڅو تروريستي پيښو مخه يې ونيوله .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته