کابل باختر دتلې څلورمه :
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو دمديريت کارکوونکي دوسلو اومهماتو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شول .
دوه مکاروف تومانچې ، دتوغندي دولس ماينونه ، دتوغندي ويشتوونکي پنځه حق السوق او د پيکا دوه شريده ګولۍ چې دهرات ښار په مربوطاتو کې په يوه ډيپو کې ځاى پرځاى کړى شوي و ، ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ د استخباراتو دمديريت دکارکوونکو له خوا کشف او ترلاسه شول .
ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو په دې برخه کې دپوليسو پراخې پلټنې او تحقيقات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ