امنیت

دبودا دتنديسونو دويجاړولو کاليزه ديوه تحجر اوبنسټپالنې تداعي کوونکى

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
دمارچ دمياشتې يوولسمه دطالبانو له خوا دبودا  دمجسمو دويجاړولو دکاليزې ورځ ده .
هغه پيښه  چې له يوه تحجر  اوجهالت څخه يې  منشه واخسته او دتحجر او  بنسټپالنې   دڅرګندوى  په توګه په ذهنونوکې پاتې شوې ده .
دباختراژانس مفسرليکي :
د ١٣٧٩ کال دکب دمياشتې په دويمه  نيټه طالبانو په يوه متحجرانه اقدام په لاس پورې کولو سره دباميانو دوه ګوني بتان په بشپړه توګه ويجاړ کړل .
دطالبانو دغه بنسټپال عمل دهغوى له تحريف شوي شرعيت څخه چې دانسان او حيوان  هر راز تجسم او تصوير يې  دبت پالنې  او شرکت مصاديق  بلل، سرچينه واخسته .
دوسله والو طالبانو دډلې مشر ملاعمر ددغو بتانو دويجاړولوفتوا  صادره کړه اودطالبانو دمذهبي   شورا غړو هغه تاييد کړه . 
ددغې فتوا له مخې بايد دافغانستان هغه ټول تاريخي بتان او مجسمې  چې په سيمو  او يا موزيمونوکې وې ، بايد ويجاړې شي .
دطالبانو هغه لومړى اقدام مچې ددغې قتوا په پيروى ترسره شو په باميانو کې دبودا  د ډير ستر تنديس ويجاړول  و چې په عين حال کې دنړۍ ډيره لوړه او ډيره درنده مجسمه وه ، دغه مجسمه يا  دباميانو دوه ګوني بتان دافغانستان دلرغوني تاريخ او دزغم دتمدن او دافغانستان دګټور فرهنګي تاريخ يادګار و خو اوس دتحجر او دمذهبي  بنسټپالنې يادګار دى چې عامل يې دطالبانو متحجره ډله ده .
نن ورځ په باميانو کې دبودا تنديسو نه دطالبانو دنه زغم يوه بيلګه  ده چې نه شي کولاى نور اديان او دنورو مذهبونو پيروان ومني ، دبودا دتنديسو نو پاتې شونې ددې څرګندوي دي چې طالبان  دانسان دفرهنګ ، تمدن او ژوندانه سره بلدتيا نه لري بلکې دغه ډله دپخوا په شان متحجره  اوجاهله ده .
دطالبانو دملاتړو کړيو دفرهنګي اوسياسي چارو دکارپوهانو په باور چې په خپله دهېواد فرهنګ او تاريخ نه لري په خپل څنګ  کې ديوه لرغوني اوتاريخي هېواد دزغم وړتيا نه لري بلکې  طالبان يې فرصت وبلل چې دافغانستان دخلکو دفرهنګ په وړاندې خپله عقده پرانيزي .
په باميانو کې دبودا تنديسو نه يواځې  دافغانستان دخلکو مال نه دى، طالبانو په خپل دغه  متحجر اقدام سره په مليونونو تنو انسانانو  زړونه  چې په نړۍ کې دبودايي  دين پيروان دي ، ټپي کړل او دسلګونو زرو تنو نورو  انسانانو  زړونه چې نننۍ ژوند په تيره هنداره کې تعقيبوي ، اغيزمن  کړل .
  طالبانو په باميان کې دبودا  دمجسمو دويجاړولو په مقصد په پروګرام جوړولو سره  دملګروملتو  دسازمان  دوخت  دسرمنشي کوفي عنان او ديونسکو دسازمان او دبودا دپيرو هېوادونوغوښتنې ته چې  ددغو دوو مجسمو په نه ويجاړولو يې ټينګار کاوه ، منفي ځواب ورکړ .
دنړيوالو  اړيکو يوشمير کارپوهان وايي که چيرې نن په برما يا سريلانګا کې مسلمانان له ستونزو سره مخامخ دي  دهغو ديو خويو نتيجه ده چې طالبانو دبودا  له تنديسونو سره کړي دي .
طالبان ددې تر څنګ چې يوه ډار اچوونکي ډله ده يوه فرهنګي ډار اچوونکي ډله هم ده اويونسکو دطالبانو متحجرې  ډلې ته ددغه لقب په انتخابولو سره په ښه توګه پوهيږي چې طالبان له هيڅ راز ملي فرهنګي ارزښتونو او تمدن سره بلدتيا نه لري .
هغوى دانساني ارزښتونوپه وړاندې دريدلي دي  او بايد هيله ونه لرو چې دغه متحجره  او افزاي ډله ژر انساني ژوندانه ته ستنيږي .
نن ورځ  چې دبودا دتنديسو ونو له ويجاړتيا څخه کلونه کلونه  تيريږي ددې وخت دى چې نړيوال له دغې ډلې او په سيمه کې  دهغې له ملاتړو سره دقيقه محاسبه وکړي اومخکې له دې  چې هغوى دسولې خبرو ته اړکړي بايد ډاډ ترلاسه شي چې طالبانو نور متحجر  نه دي اونور دانسان دژوندانه او فرهنګ  سره معامله نه کوي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته