ټولنه

په هلمندکې له۱۳۰۰ زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

لښکر ګاه باختر د تلې د میاشتې ۱۸ مه
په هلمند ولایت کې د ورستيو جګړو له امله د بولان، فصل باباجي او عینک سیمو له زیانمن شویو ۱۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکيو د مرستو لړۍ پيل شوه.
د هلمند د والي مرستيال بسم الله روحاني باختر اژانس ته وويل چې، ددغو مرستو لپاره له وړاندې په بولان، فصل باباجي او عېنک سیمو کې د يوه ګډ پلاوي له لوري سروې شوې وه چې د ترسره شوې سروې له مخې به په ۱۳۰۰ زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شي.

د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل بيا وویل چې وروستیو جګړو د هلمند ډېرې کورنۍ پر کډوالۍ سربیره زیانمنې کړي هم دي.
اتل په دولت او خيريه بنسټونه غږ وکړ چې زيانمنو شويو کورنيو ته دغه مرستې بسنه نه کوي او له دوی سره دې هر اړخېزې مرستې وکړي.
بل خوا د طبعې پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر میرقلم زاهدي بيا د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او زیاته يې کړه، چې په راتلوونکي کې هم له زیانمنو شويو کورنیو سره د مرستو پلانونه شته.
هغه وویل په اوسنۍ مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو وړه، یوه ډبه غوړي او يو ه بوجۍ وریجې ورکول کېږي.
پای/وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته