خبرونهاقتصاد

د غزني د احصائيې او معلومات ریاست عواید د نورو کلونو په پرتله ۳ برابره زیات شوي دي

کابل، د مرغومې ١٣ مه، باختر
د غزني د احصائيې او معلوماتو ریاست مسوولينو د خپل کلني راپور ورکونې په ناسته کې وویل، چې د دغه ولایت مستوفیت ریاست سږکال ورته ۱۳ میلیونه افغانۍ عواید ټاکلي وو، خو دغه ریاست د کال له پیله تر دې مه تر ۲۱ میلیونه، ۸۴۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني د احصائيې او معلوماتو رئیس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد د دغه ریاست د عوایدو د زیاتوالي لامل، د عوایدو په راټولولو کې شفافیت، د فساد مخنیوی، د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د بیو لوړوالی، د پېژندپاڼو د اصلاح بیو لوړوالی او د ځینې نورو اړينو اقداماتو ترسره کول بولي.
نصرت خالد زياته کړه، چې د غزني د احصائيې او معلومات ریاست د جمهوریت په دوره کې هر کال څه باندي ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټولول، خو دوی اوس دغه عواید ۲۱ میلیونه افغانیو ته لوړ کړي، چې د هغه وخت په پرتله ۳ برابره زیاتوالي په کې راغلی دی.
د نصرت خالد په خبره، د اسلامي امارت له بریا تر دې دمه یې ۳۳ میلیونه، ۶۷۵ زره او ۵۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا