امنیت

دامريکا دلاس ويګاس دپيښې انګيزې دکشف لپاره دپوليسو هلې ځلې

واشنګټن بي بي سي  باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دامريکا دنيوادا ايالت پوليس هلې ځلې کوي  چې ددغه ايالت  په لاس ويګاس ښار کې ديکشنبې دشپې  دخونړيو ډزو  انګيزه  چې څه ناڅه ٥٩ تنه پکې ووژل شول او ٥٢٧ تنه نور ټپيان شول   ، کشف کړي .
باخترآژانس د بي بي سي  له خولې خبرراکړ ؛  څلور شپيته کلن استيفن پداک د مندلي دي  هوټل له  ٣٢ پوړ څخه   دموسيقۍ په يوه کنسرت کې په برخه والو ډزې وکړې .
پوليسو وروسته په مندلي هوټل کې دده په  استوګنځي  اوپه نيوادا کې  دده داستوګنې په کور کې  دوه  څلويښت ميله وسله ، يوه زياته اندازه ګولۍ او چاوديدونکي توکي کشف کړي دي.
په همدې حال کې  تراوسه پورې  ددغې پيښې په باب ديرغګر انګيزه نه ده روښانه شوې .
ځينې  څيړونکي  رواني ستونزې ددغې پيښې احتمالي علت بولي  خو دغه موضوع  لا تراوسه پورې نه ده تائيد شوې.
ډزو جنايي سابقه نه لرله  اوپوليسو ته  نه دي معلومې شوې.
دامريکا جمهوررئيس دونالدترامپ  په سپينه ماڼۍ کې  ددوشنبې په ورځ   دوينا په ترڅ کې دغه بريد بشپړ شرارت وباله.
دلاس ويګاس  دپوليسو قوماندان دغه بريد انفرادي بللى دى.
داعش پخوا ادعاکړې وه چې پداک  څو مياشتې مخکې  اسلام مبين دين ته مخه کړې وه  خو شواهدې وړاندې نه کړل.
ديوبل خبر له مخې   دداعش  ډلې دامريکا په لاس ويګاس  کې دمرګاني بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
په دغه ښارکې ديکشنبې په شپه  دډزو  له امله  څه ناڅه ٥٩ تنه ووژل شول.
امريکايي مقاماتو په دغو ډزو کې دداعش  دلاس لرلو په باره کې ترديد څرګند کړى دى.
پاى ف ذ
                                                       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته