خبرونهفرهنګښوونه او روزنه

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نږدې ۴۰۰ ځوانان پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو ته ورپېژندلي دي

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته یې نږدې ۴۰۰ځوانان په تخفیف سره ور پېژندلي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار په دغه ولایت کې له فعالو رضاکاره ځوانانو سره د لېدنې پر مهال وویل، چې دغه ریاست په تېر یوه کال کې نږدې ۴۰۰ ځوانان، چې اقتصادي ستونزې لري د یوې هوکړې پر بنسټ په ټېټه بيه یې مسلم، سلطان محمود غزنوي او خاتم النبین پوهنتونونو او یو شمېر نورو ساینسي او د انګلیسي ژبې د زده کړو ښوونيزو مرکزونو ته ورپېژندلي دي.

هغه وویل، چې یوازې په تېر یوه کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیزو مرکزونو څخه نږدې ١٠٠٠ تنه زده کوونکي د کمپيوټر پرګرامونو له زده کړو په وړیا توګه فارغ شوي او اوسمهال هم نږدې ۵۰۰ زده کوونکي د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او قرآني لارښوونو په زده کړو بوخت دي.

آریا، ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا