فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه!

کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه!
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو ټولو هڅو چې په هېواد کې د سولې او ټیکاوو سبب کیږي ملاتړ کوي. نو له همدې امله دغه وزارت له هلمند څخه د سولې او امنیت د تامین لپاره پیل شوی حرکت چې له ۳۷ ورځني اوږد مزل وروسته کابل ته راورسېد ورته هر کلی او ښه راغلاست وايې.
سوله د الله ج هغه لوی نعمت دی، چې ژوند ورپورې تړلی دی نو په دې ډول د هرې ټولنې او په ځانګړي ډول زموږ جګړه ځپلی ولس ورته تر بل هر چا زیاته اړتیا لري.
په افغانستان کې دنيکمرغه کوچني اختر اوربند دا وښودله، چې وسله والو طالبانو د نورو هېوادوالو په څېر د سوکالۍ او آرامۍ په چاپیر یال کې اختر ونمانځه او څو ورځې یې د عادي افغانانو په څیر ژوند وکړ، نو په کار ده چې د تل لپاره له ژوند څخه خوند واخلو او د آرامۍ او ورورګلوۍ په چاپيريال کې یې تیر کړو.
د هلمند د ځوانانو د سولې کاروان له ځانه سره واضح پیغام لري او هغه دا چې ټول هېوادوال د سولې تږي دي او تنده هغه مهال ماتیدای شي ،چې اوربند لا پسې اوږد شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هلمندي ځوانانو له خولو توېولو او په دې لاره کې د زحمتونو او ستونزو له ګاللو څخه د زړه له کومېمننه کوي او دوی ته ښه راغلاست وايې. په دې هیله چې ددوی دا زیار ددې لامل شي چې په هېواد کې یو دایمي اور بند او سوله قایمه شي.
د یو سوکاله او آباد افغانستان په هیله

پوهاند محمد رسول باوري‌
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته