خبرونهفرهنګ

د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له ښوونیز مرکز څخه لسګونه زده کوونکي فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۸۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر پروګرامونو له زده کړې فارغ شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې غونډې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وویل، چې همدا اوس هم ۳۵۰ زده کوونکي د دغه  ریاست په ښوونیز مرکز کې د کمپيوټر، انګلیسي ژبې او قرآني لارښود په وړیا توګه په زده کړو بوخت دي.

نثار فارغو شویو زده کوونکو ته وویل، چې د هېواد آبادۍ لپاره اړتیا ده، چې ځانونه په دیني او عصري علومو سمبال کړو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا