سیاست

د کابل والي: حکومت دقانون دتطبيق په خاطر قوي اراده لري او په دې لاره کې له چاسره معامله نه کوي

کابل باختر دچنګاښ ٢٠     
د کابل والي محمد يعقوب حيدري پرون د ګلدرې ولسوالۍ ته په سفرکې د دغې ولسوالۍ خلکو ته وويل چې حکومت د قانون د تطبيق په خاطر قوي اراده لري او په دې لاره کې له هيچا سره معامله نه کوي .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د کابل والي په دې سفرکې لومړى د ميربچه کوټ ولسوالۍ د ميربچه خان دويم لمبر ليسه وکتله چې د دغې ليسې زده کوونکو په خپل وخت د درسي کتاپونو  د نه رسيدو او د ښوونکو  د معاشونو د نه ورکولو له امله انديښنه څرګنده کړه او د کابل له والي څخه يې د پوهنې د برخې د ستونزو د څيړنې غوښتنه وکړه .
  د دغې ليسې ښوونکو او زده کوونکو  د کابل د والي فعاليتونه د ښو خدمتونو  د وړاندې کولو او ښې حکومتوالۍ په شفافيت کې ګټور ګام وباله.
  د کابل والي د دغه سفر په بهيرکې د استالف ولسوالۍ کلينيک هم وکوت او د دغه کلينيک موظفو ډاکترانو د روغتيا په برخوکې د خپلو ستونزو يادونه وکړه چې بايد ورته پاملرنه وشي .
  د کابل والي د دغو ستونزو له اوريدو وروسته اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ستونزو په حل کولو اقدام وکړي .
  د کابل والي د ګلدرې او شکر درې ولسوالۍ په سفرکې د ګلدرې د سړک  د جوړولو د کار بهير وکوت او له هغو کسانو سره چې زراعتي ځمکې د شاه او عروس د بند په تګلوري کې موقعيت درلود او يا د دغه سړک په تګلوري کې  د دوى کورونه موقعيت لري، وغوښتل چې د ټولګتې پروژې د تطبيق مخه و نه نيسي، ځکه د دغو پروژو مالي لګښت د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي او يواځې  په همدې مقصد ځانګړی شوی دی .
  د دغو سيمو اوسيدونکو د حکومت د پروګرامونو له تطبيق څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د حکومتي پروژو د تطبيق په وړاندې چې هغوکې  عامه ګټې نغښتې دي، نه ودريږي بلکې د هغو ملاتړ کوي .
په پاى کې د کابل والي څرګنده کړه چې عامه ګټې تر شخصي ګټو لوړ بلل کيږي، خو بيا هم حکومت په دې لټه کې دى چې له دې پلوه چا ته زيان ونه رسيږي.
ده زياته کړه: دولت د قانون ضمانت کوي او عدالت د قانون په تطبيقولو سره  تامنيږي. بايد هيڅ هېوادوال د قانون په مخالفت کې عمل ونه کړي، ځکه حکومت د قانون د تطبيق په خاطر قوي اراده لري او په دې لاره کې له چاسره معامله نه کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته