خبرونهاقتصادTOP

د غزني د برېښنا ورځني عواید له ۳۱۰ زرو افغانیو څخه ۴۸۰ زرو افغانیو ته لوړ شوي دي

کابل باختر

د باختر اطلاعاتي آژانس د راپور له مخې، نن سه شنبه د غزني برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال، د دغه ریاست د کلني راپور ورکوني په غونډه کې وویل چې، د غزني برېښنا ریاست د پخوا په پرتله د برېښنا وېش د دغه ولایت اوسېدونکو ته زیات کړی دی.
د غزني د برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال عزت الله وحدت وايي چې په هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دوی په دغه ولایت کې ۳۱۲۹ کورنيو ته برېښنا رسولې.
ښاغلي وحدت په دغه کلني راپور کې د غزني برېښنا ریاست عوایدو ته هم اشاره وکړه او زیات یې کړه چې د دغه ریاست ورځني عواید له ۳۱۰ زره افغانیو څخه ۴۸۰ زره افغانیو ته لوړ شوي دي.
د غزني حوزوي برېښنا ریاست عملیاتي مرستیال، په یاده غونډه کې د برېښنا ریاست پورونو ته هم اشاره وکړه او زیات یې کړه چې پېرېدونکي یې ۷۴ میلیونه افغانۍ پوروړي دي چې زیاته برخه یې حکومتي ادارې دي.
که څه هم په غزني کې سوداګر او صنعتکاران، په دغه ولایت کې د برېښنا د کموالي اندېښنه ښیې، خو د غزني برېښنا ریاست سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی په کافی اندازه برېښنا لري او کولايشي چې صنعتکارانو ته برېښنا ورسوي، خو په غزني کې د صنعتي پارک نشتون له امله برېښنا ریاست نه شي کولای چې صنعتکارانو ته په سم توګه برېښنا ورسوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا