کابل باختر د وږي دريمه :
دايران دنيروى وزير وويل: دچوپټياو دستونزې له لرې کيدو وروسته ګاونډيو هېوادونو عراق ، افغانستان او پاکستان ته دايران دبريښنا صادرات له سره پيل شول او په همدې حال کې داړتيا په وختونوکې دبريښنا دوارداتو امکان هم شتون لري .
باختراژانس دايرنا له خولې خبرراکړ. رضا اردکانيان نن دحکومت په اوونيزه خبري غونډه کې د بريښنا دصادراتو په برخه کې وويل : ايران اوس له ګاونډيو هېوادونوسره دانرژي په مبادلاتو کې خپلې ژمنې عملي کوي .
ده زياته کړه په صادراتو سربيره همدااوس داړتيا په وختونوکې له افغانستان او ترکمنستان سره دبريښنا دوارداتو امکان برابر دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ