
کابل، د وري ۹مه، باختر
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د تاریخي آبدو د بيار غولو سروې تر سره کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي میراثونو د ساتنې له ریاست څخه یو څلور کسیزه پلاوی یاد ولایت ته د هغو تاریخي آبدو د سروې او ارزونې په موخه تللی، چې بیا رغولو ته اړتیا لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي میراثونو د ساتنې سرپرست رئیس انجنیر حسیب الله نسیمي وویل، چې غواړي د غزني هغه تاریخي آبدې چې زیانمنې شوې او یا د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، بیا رغولو لپاره یې سروې او ارزونه ترسره کړي.
نسیمي زیاته کړه، چې یونسکو سازمان له ورسره ژمنه کړې، چې په هېواد کې هغه تاریخي آبدې چې یوازي بیارغونې ته اړتیا لري، لګښت یې پرې کوي.
آریا،ص