خبرونهاقتصاد

د غزني د ترانسپورټ ادارې عوايد ۷ برابره زيات شوي دي

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر

د غزني د ترانسپورټ ادارې مسوولين وايي چې د تېر کال په پرتله يې ۷ برابره عوايد زيات شوي دي.

د غزني د ځمکني ټرانسپورټ آمر مولوي محمد اقبال کلیم الله د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دوی د سږکال له حمل تر عقرب میاشتي ۸ میلیونه ۷۹۱ زره ۲۷۸ افغانۍ عواید راټول کړي، چې تېر کال په همدغه موده کې ۱ میلیونه ۹۱ زره ۱۳۶ افغانۍ عواید راټول شوي وو، چې د تېر په پرتله ۷ برابره زیات والی ښه يي.

کلیم الله د دغه آمریت د عوایدو د زیاتوالي لامل، په عوایدو کې شفافیت، د عوایدو د سرچینو زیاتوالی، د مجاهدینو ګمارل او له عوایدو پرته د موټر چلوونکو مخنیوی بولي.

نوموړي زیاته کړه، چې په پام کې ده د عوایدو د لا زیاتېدو په موخه په غزني کې ترمینالونه فعال او د دغه ولایت په ډېر نفوسو ولسوالیو کې تمځایونه جوړ کړي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا