نړۍ

په شمالي وزيرستان کې دهوايي بريدونوله امله شپږ تنه ووژل شول

پيښور ډان    باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دشمالي وزيرستان   په قبايلي سيمه کې  دبې پيلوټه الوتکو په دوو جلاجلا بريدونو کې  نن سهار څه ناڅه شپږ تنه مليشه طالبان ووژل شول   چې درې تنه يې  بهرني اتباع وو .
باخترآژانس  دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې  خبر راکړ :  لومړى بريد دشوال ناحيې ته څيرمه وشو چې له امله يې  دپنجابي طالبانو په قوماندان قاري عمران بريد وشو   چې له امله يې درې تنه پوځي مليشې ووژلې شوې  خو دقاري عمران دوژل کيدو خبر  کومې معتبرې منبع نه دى تائيد کړى .
دويم بريد  دشوال  په منګورتي  ناحيه  کې ددوو توغنديو په توغولو سره ترسره شو چې له امله يې  درې تنه ازبکستاني پوځي مليشې ووژلې شوې.
شمالي وزيرستان دډيورند له  کرښې اخوا يوه له اوو  قبايلي سيمو څخه دى چې
خبري سرچينو دخبر له مخې القاعده او دطالبانو ياغيان پکې پټيږي  او دافغانستان پرخلاف بريدونه ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته